د
روژې مبارکه مياشت تر نيمايي اوښتي خو د ښځو کار لا هم پوره شوی نه دی. د
نورو مياشتو په پرتله روژه کې د ميرمنو کار لا زيات شي. له پېشلمي څو ساعته
مخکې راپورته شي او په پخلي پيل کړي. په ډيرو کورونو کې خو د پخلي پوره
اسانتياوي هم نه وي. د ګيس يا برقي نغري په نه شتون کې وچ او لامده سره يو
ځای کړي خو کوشش يې دا وي چې خپل خاوند ته داسې ډوډۍ پخه کړي چې نه سوي وي
او نه بې خونده.
په
سره ګرمۍ کې پر سره تناره ولاړه وي او په نيمه شپه د څراغ په رڼا کې پخلی
وکړي. بيا په خاوند او د کور په نورو غړو پسې خونه په خونه ګرځي چې پورته
شئ پيشلمی دی. زياتره ځوانانو بچو پسې خو مور څو څو واره ورځي او په جار او
قربان يې ويښوي.
که
په دسترخوان کې د نارينوو کوم خوراک خوښ نه شو د خراب پخلي تور د کټوې پر
ميرمن پورې وي. که غوړي يا مالګه لږ کمه يا زياته وه نو بيا خو د دنيا تر
ټولو لويه ګناه شوي وي. د سړو دا هېره وي چې خوارکۍ په نيمه شپه، ټپه تياره
کې راپورته شوې ده. خير دی که پخلي يې له سلو څخه دوې نومرې کمې ګټلي.
په
ډيرو کورونو کې اوس هم ميرمنې له سړو وروسته ډوډۍ ته کښيني. په پشلمي يې
هم همدا حال وي. هلته په ماجيتونو کې ملايان شيبه په شيبه اعلانونه کوي چې:
ايماندارو! روژې مو بندې کړئ. وخت کم پاتې دی. د کور سړي او په ځانګړي ډول
د کور مشر حاجي صيب ورته بدبد ګوري او ګرموي يې چې تاسي ښځې په خوراک کې
ډيرې سستې ياست. ميرمنې نيمه نيمخوره ډوډۍ تر ستونې ښکته کړي او بيا يې ورځ
د سهار د اذانونو سره د لوښو پر مينځلو شروع شي.
سهار
په توره خړه بيا مور وړو کوچنيانو ته چايي او خوراکونه برابروي. کار هغه
وخت لا زيات شي چې ځينې نازولي کوچنيان پښې ټکوي چې ولې يې پېشلمي ته نه دي
راپورته کړي.
په
روژه کې د سړو کارونه کم وي. ځينو د روژې سپيڅلتيا بانه کړي وي، له دفتر
يا د لاس له مزدورۍ يې رخصت اخيستي وي. دا چې اوزګار وي نو کله په کور کې د
يو ديوال سيوري ته غځيدلی وي او کله بل ته.ځيني چې له کوره دباندي ووځي نو
ايله د خلکو سره د ځان درنه او د بل سپکه وايي.
ښځې
که د ورځې هرڅومره ستړي شي بايد خوب ونه کړي ځکه چې بيا لټانې پيژندل
کيږي. کوچنيانو ته د غرمي ډوډۍ ورکولووروسته بايد د کور سړو ته ژر ژر د
اودسونو تړمې اوبه برابرې کړي. دا کار بايد ترماخستنه د هر اذان نه مخکې
وکړي چې خاوند يې د ثواب له ګټلو پاتې نه شي. که لټي او کوتاهي يې وکړه نو د
خاوند د بدو ردو عذاب يې پخپله غاړه دی.
که
ښځه مياشتنۍ ناروغي ولري هم بايد خوراک ښکاره ونه کړي. آن په خپل کور کې
هم. کنه نو بې شرمه بلل کيږي. د جومات د ملاصيب له خولې هم په امان کې نه
وي.
ناقص
العقل ټاپه خو پرې لګيږي چې لګيږي. د دين په کار کې يې هم لټې او سستې
مشهورې کړي. په دې حقيقت سترګې پټيږي چې اول خو ډيرو ځايونو کې د کلتور او
مذهب په نامه له مکتبه ليري پاتې شوي وي. بيا ټوله ورځ د ګڼو ماشومانو او د
کور د نارينه وو په خدمت کې تېره کړي نو هغه کوم وخت دی چې ښځه دې پکې د
سړو سره د ښې ديندارۍ په سيالۍکې د لومړي مقام حاصلولو منډه ووهي؟
د
روژې په مياشت کې د خوراک څښاک سلسله د روژه ماتې سره يو ځل بيا شروع شي.
بيا هم ښځې تر سړو وروسته په دسترخوان کښيني او بيا هم نيمه نيم خوره ډوډۍ
خوړو وروسته سړو ته د ماخستن د چايو په برابرولو بوختې شي.
ډير
لوستونکي به وايي چې دا خو د پيړيوو پيړيوو راهيسې راروان کلتور دی چې ښځې
دې يې پخوي او سړي دي يې خوري. په دې کې نوي خبره څه ده او ستونزه څه ده؟
ستونزه دا ده چې موږ دغه ستونزه د کلتور برخه ګڼلي او بدلون يې نه غواړو.
سړو
به روژه کې د عبادتونو په کولو سره ډير ثوابونه ګټلي وي خو آيا ورسره
ورسره يې د کور د ميرمنو بوج هم ورکم کړی؟ آيا کله يې دا ويلي چې نن به
کوچنيان دی ماړه کړي. نن به د اودسونو د اوبو لپاره پر ميرمن سور او شين نه
کيږي. پخپله به ځانته بدنۍ ډکه کړي. آيا کله يې ويلي چې ميرمنې ته په نيمه
شپه د خپل پخلي د هنر خواږه وروښئ؟ دا کارونه واړه ښکاري خو اثر يې تلپاتي
وي. د کورنيو اړيکو د قوي کولو او آخرت کې د ثواب ګټلو اسانه لار ده.
ځينو به په دې کې يا دې ته ورته نور کارونه کړي وي خو په يقين سره ويلی شم چې دغه کسان په ګوتو شميرل کيږي.
ډیره ښه لیکنه ده. غواړم دوه ټکو ته ستاسی پام راوګرځوم (۱) اوس حالات ډیر بدل شوی او ښځی د کور په مسایلو کی ډیر واک په لاس کی لری او دوهم ټکی دادی چی هرکله چی د ښځو د حقوقو خبره کوو نو لږ باید احتیاط هم وکړو. ځکه چی ځینی مسایل باید د اسلام له نظره وګورو لکه ښځو ته د ناقص العقل خطاب دودیز نه بلکه اسلامی دی. دا چی په کومو دلایلو دا ویل شوی هغه یو بل بحث دی خو زما موخه دلته یواځی داده چی هغه مسایل چی د ښځو په هکله اسلام ویلی دی باید اول پری علمی څیړنه وشی او بیا پری خبری. مننه
ReplyDelete