ځينو نارينوو څنګه د ځان په ګټه او د ښځو پر خلاف له مذهبه ناوړه ګټه پورته کړې ده؟


ډاکټر مبارک علي په خپل کتاب
د تاريخ لټون کې ليکي، کله چې پر اکبر باچا دا انتقاد وشو چې له څلورو څخه يې زيات ودونه کړي دي نو ځکه مېرمنې يې جايزې ماينې نه دي. اکبر له دې کبله ډېر اندېښمن شو او په عبادت ځای کې يې عالمانو ته وویل چې د دې ستونزې حل ولټوي. دغه عبادت ځای په ۱۵۷۵ کې په فتح پور کې جوړ شوی وو. عالمانو د قرآن شريف د ايت چې وايي دوه او درې-درې او څلور ودونه کولی شی، له مخې دا حل را وايست.

۲+۳+۴=۹ يا
۲+۲+۳+۳+۴+۴= ۱۸


دوی د اکبر ودونه جايز وګڼل. عبدالقادر بدايوني دا وړانديز وکړ چې په مالکي فقه کې متعه جايزه ده، نو که د دې فقه قاضي فتوا ورکړي نو دا ودونه به جايز شي. اکبر هغه شېبه د حنفي فقه قاضي له خپلې دندې لري کړ او د مالکي فقه قاضي يې پر ځای مقرر کړ. کله چې دغه قاضي فتوا ورکړه چې د اکبر ودونه جايز دي، اکبر بيرته هغه قاضي له دندې لري کړ چې نور خلک له دې فتوا څخه ګټه پورته نه کړي.


2 comments:

  1. مغل بادشهانو همدا كول جي اخر دهند شبه جزيره تري ولاره او كدايي ته كيناستل .

    ReplyDelete
  2. مغل بادشهانو همدا كول جي توله دهند شبه جزيره تر ولاره او كدايي ته كيناستل

    ReplyDelete