په طنزيه خپرونو کې د ښځو سپکاوی

پر ټولنيزو رسنیو مې ځيني کليپونه تر سترګو شول. دا د هغو تلويزويوني خپرونو ويډيوګانې وې چې په افغانستان کې د طنز او ټوکو په نوم په خلکو کتل کيږي.
يوه وروستۍ ويډيو چې د خانه امن په نوم جوړه شوې ده دوه درې سړي چې ځانونه يې ښځې کړي دي، ښکاروي. دغه سړي د ټوکو په نوم نه يوازي د امن خونو د ښځو سپکاوی کوي بلکه د هغو خونو د اداره کوونکو او له تاوتريخوالي سره مخامخ ښځو سپکاوی هم کوي. خپرونه د امن خونې اداره کوونکي ښځې داسي معرفي کوي چې ګواکي ذهني توازن نه لري او يا هم پخپله په تاوتريخوالي لاس پوري کوي او د حل پر ځای ستونزې ډېروي. پر ټولنيزو رسنيو يو شمېر ښځو د دغه ويډيو پر وړاندي غبرګون ښودلی او له دغه تلويزیون څخه غوښتنه کړې چې علني بخښنه وغواړي ځکه د دوی په وينا دا ډول خپرونې د ښځو پر وړاندي تاوتريخوالي ته لا زياته لمن وهي خو دا خبره به تر همدې بريده پاته شي او دغه خپرونې به بيا هم دوام وکړي.
په دغه پروګرام کې يو سړی له ځانه ښځه جوړوي او بيا چې يې څومره زړه وي، هغومره د ښځو توهين کوي. په دې پروګرام کې دغه سړی چې له ځانو یې ښځې جوړې کړي وي، خپل مېړونه وهي او د کور کارونه په کوي. دغه ښځې ډېری وختونه دندې لري او غليظ مېک اپ يې کړی وي.
په يوه بل پروګرام کې يې د يوې ښځې کوچنی پيدا شوی وي. مېړه يې وايي چې زينب نوم به پر ږدي خو مېرمن يې وايي تلسي يا کرشمه نوم به پر ږدي. د دغه پروګرام پيغام څه دی؟ ګواکي يوه ښځه دومره حق هم نه لري او پر ټولو تکليفونو ګاللو سربېره د خپل اولاد د نوم پر انتخابولو ورته باید پېغور وشي او بې شرمه وګڼل شي.
د همدې پروګرام يوه بله ويډيو مې تر سترګو شوه چې  پکښي يوه نجلۍ (یو سړی چې د ښځې تمثيل کوي) بهر ته د لوړو زده کړو بورس واخلي او مور او پلار يې ورته همدا وايي چې هلته ولاړه شې زموږ پر لمن لکه جوړه نکړې خو کله چې دا نجلۍ د هوايي ډګر له دروازې ورها خوا شي، پتلون او کميس وباسي او هلته له ولاړ يوه کس سره لاس تر غاړې روانه شي. دا ويډيو څه پيغام لري؟ پيغام یې همدا دی چې کله نجونې بهر ته په زده کړو پسې لاړې شي، هغوی هغوی داسي کارونه کوي چې د مور او پلار يې خوښ نه وي.
په بله ويډيو کې د يوه سړي لور چې بهر ته تللې وي، پر انترنيټ له پلار سره ږغيږي. پلار يې په افغانستان کې وي او لور ته وايي چې هلته شراب ونه څښې ډيسکو ته ولاړه نشې خو لور يې ورته وايي چې (پلاره ته لېونی يې!). د ويډيو په پای کې يې پلار وايي، (هر څوک چې خپل اولاد بهر ته استوي، همدا حال به يې وي.) پيغام یې؟ فقط ته به وايي په بهر کې خلک بس همدا شراب څښي او ډيسکو ګانو ته له تګه نه وي خلاص.
خو د يادونې وړ ده چې دا یوازینی تلويزیون نه دی چې په افغانستان کې يې د ښځو پر وړاندي تاوتريخوالي ته لمن وهلې وي يا يې تمسخر کړي وي.
که د همدغو تلويزیونو يو څو نور پروګرامونه وګورو وبه وينو چې له دغو څخه یو چې وړاندي کونکی یې زيات مينه وال هم لري، ډېری وختونه خپلې خپرونې ته ښځينه سندرغاړې مېلمنې کوي او داسي پوښتنې ورڅخه کوي چې د خندا پر ځای ژړا درولي.
انسان په دې پروګرام کې ناستو کسانو ته حيران شي چې يا خو دوی رواني ناروغي لري او د بل انسان له سپکاوي خوند اخلي او يا هم د افغانانو د طنز مفکوره دومره ټيټه شوې ده چې اوس د توهین او طنز تر منځ په توپير نه پوهيږي.
په دغه ويډيو کې د پروګرام کوربه يوې ښځينه  سندغاړې ته وايي:
ولې داسي فکر يووړې؟
سندرغاړې: نه فکر نه يم وړې.
د پروګرام کوربه: زما په فکر د واده فکر ته ولاړې.
سندرغاړې: نه اوس لا واده لیري خبره ده. زه غواړم خپل هنر پر مخ بوځم. واده بیا وروسته اسانه خبره ده.
د پروګرام کوربه: …. تاسو خو ښه ياست، عمر مو کم دی، وزن مو هم کم دی. يوه بله ښځه وه. وزن يې تر نیوي کيلو زيات وو. عمر يې ۴۲، ۴۳ کلونو ته نيږدې وو. چې ورته ووایې، (واده دي نه دی کړی؟) دا وايي: (نه!) بیا خپل ځان راټول کړي وايي، (نه تر اوسه کوچنۍ يم). خو څنګونه يې ښه له غوښو ډک وي.
د پروګرام کوربه یو بالښټ راواخلي او خپل څنګ ته يې ونيسي او په چوکۍ کې په ناسته غورځي او د يوې پنډې/ چاقې ښځې تمثيل کوي.
دا د دغه پروګرام یوازي یوه صحنه ده چې ښايي تر نورو صحنو يې ډېره عادي او نرمه ژبه لرونکې وي.
په يوه سالمه او پرمختللې ټولنه کې چې انساني ارزښتونه ورته مهم وي او همداراز نژادپالنه، جنسي تبعيض، د عمر پر بنسټ توپير ورته له انسانيته وتلي کارونه وي، د دې پروګرام دا یوه صحنه شوک کوونکې ده ځکه په همدې يوه دقيقه کليپ کې، د جنسي تبعيض (Sexism)، عمر پر بنسټ تبعيض (Ageism)، د فزيکي بڼې پېغور (Fat shaming)، د پېغلتوب پېغور او داسي نورو بېلګې شته. پوښتنه دا ده چې دومره جدي ستونزې چې باید څوک يې په رامنځته کولو وشرميږي، څنګه یو چا ته د خندا وړ کېدای شي؟
دا پروګرامونه څه پيغام رسوي؟ پيغام يې همدا دی چې لوستې ښځې خپل مېړونه وهي! سړي بايد د کور کار ونه کړي او که يې کوي حتماً به يې مېرمن په وهلو ورباندي کړی وي! په سليقه اوسېدل بد کار دی! د ښځو لوړې زده کړې بد کار دی! د ښځو پرمختګ، ليک لوست هغوی تاوتريخوالي ته هڅوي!
دا درې څلور ويډيوګانې له هغو سلګونو خپرونو څخه دي چې دې تلويزيونو د نړيوالو په مالي مرسته په دې ژمنه جوړ کړي دي چې د دوی به په افغانستان کې ډموکراسي او بشري حقونو ته ژمن اوسي. بهرني مالي مرستندويان فکر کوي چې دا تلويزيونونه په افغانستان کې د طنز او مزاح غوندي ژانر ته لاره پرانيزي او دا چې د افغانستان غمځپلي ملت ته د خندا زمينه برابروي. خو نړيوال مرستندويان چې دغو تلويزيونو د مليونو ډالرو قراردادونه ورکوي، څه خبر دي چې دا تلويزيونونه د ښځو د بشري حقونو پر وړاندي څه ډول زهر پاشي او د بيان د ازادۍ په نوم څه ډول د ډموکراسي ختې باسي.
په هندوستان کې هم داسي خپرونې شته چې سړي له ځانه ښځې جوړوي خو د هغوی تمثيل چا ته ژړا نه ورولي او کله چې يې له خولې بې خونده خبره ووځي، بې سزا نه پاتې کیږي.
په هندوستان کې له دغو خپرونو څخه یوه کامډي نايټس ويد کپيل نوميږي. په ۲۰۱۴م کال کې په دغه خپرونه کې وړاندي کوونکي کپيل شرما یوه ټوکه کړې وه چې داسي وه.
(پر سرکونو سوریان تل زیان نه رسوي، کله کله ګټه هم لري. لکه د بې وزلې سړي چې مېرمن اميدواره وي او په لاره کې سوری مخې ته راشي، هملته کوچنی زېږوي.)د کپيل شرما دغه خبره د ښځو د حقونو مدافعينو په کلکه وغندله او د ده پر وړاندي يې د مهاراشټرا ايالت د ښځو ریاست ته شکايت ثبت کړ. خو د افغانستان د ښځو که څه هم د ښځو د حقونو مدافعین شته او هم د ښځو د حقونو مدافع ریاستونه او وزارتونه خو دا هر څه د هغوی د سترګو مخې ته روان دي او دوی ږغ نه کوي.
ملالۍ بشير

No comments:

Post a Comment