جنسي تېری او زموږ ذهنیت

د هندوستان د ډيلي ښار په جنوب کې دوو افغانانو د جواهر لال نهرو پوهنتون پر يوې زده کوونکې جنسي تېری کړی دی. دا خبره د ډيلي پوليسو د تيرې جمعې په ورځ کړې ده او په اړه يې راپور په انډين ايکسپریس کې خپور شوی دي. تېری کوونکي یو ۲۷ کلن تواب احمد چې ځان يې د سليم په نامه معرفي کاوه، او ۳۱ کلن سلېمان احمدي پېژندل شوي دي. تواب او سلېمان دواړه په توقيف کې دي.
دا له هغو سلګونو پيښو څخه يوه ده چې په دې وروستيو کې په بهرنیو هیوادونو کې د افغانانو له لاسه تر سترګو کیږي.
 نولس کلنه ماريا زموږ د کورنۍ لپاره د لمرڅرک په څېر وه او دا به تل زموږ لپاره د يوه لمرڅرک په څېر وي. موږ له خدای څخه شکر کوو چې موږ ته يې داسي ډالۍ راکړې وه او موږ ته يې فرصت راکړی وو چې دا زموږ اولاد شي. موږ اطمنان لرو چې دا اوس له خدای سره خوندي ده.دا د هغې نولس کلنې جرمنۍ نجلۍ د مور او پلار بيان دی چې يوه افغان پناه غوښتونکي شا او خوا درې نيمې مياشتې مخکې تر جنسي تيري وروسته وژلې وه. دا نجلۍ ماریا نومېده، د طب محصله وه او مړی يې په یوه سيند کې موندل شوی وو.
په داسي قضيو کې تورنو کسانو یوازي پر دغو بهرنیو ښځو تېری نه دی کړی بلکه د هغو زرګونو افغانانو پر مخ يې پښه ايښې ده چې د مرګ له ګواښونو تښتېدلي دي، د افغانستان او د خپل انسانيت سپکاوی يې کړی دی.
ایا د نيلوفر رحماني يوازي ژوند ته خطر وو؟نيلوفر رحماني یوه عادي ښځه نه وه. هغه زړه وره او تګړه روزل شوې پيلوټه ده چې له تيرو څلويښتو کلونو راپه دې خوا د افغانستان د هوايي ځواک لومړۍ پيلوټه هم ګڼل کيږي. دا چې هغه عادي ښځه نه وه، د هیواد په نخبه ګانو کې راځي، دولت به د ژوند اسانتیاوې هم ورته برابرولې خو دا وايي چې د خپلې دندې له کبله د خپلوانو له تهديد سره مخامخ شوې او د کار په ځای کې همکارانو هڅولې چې خپل کار پريږدي.
د رحماني غوندي خلک ولې پر دومره زړه ورتوب او تکړه توب سربېره خپل ټول ژوند، خپله دنده او خپل هیواد پريږدي؟ دا يوازي ژوند ته د خطر خبره نه، د انسان د حيثيت او درناوي خبره هم ده.
انګرېزانو او امریکايانو ته خو افغانانو ګرېوانونه څيري کړل چې دا ښځه خو له افغانستان سره د مرستو په پيسو روزل شوې وه او بايد يې د افغانستان خدمت کړی وای ځکه له لومړۍ ورځې يې همدا پر ځان منلې وه چې هر ډول حالات وي، دا به د افغانستان د هوايي ځواک برخه وي او اوس چې يې موقع وموندله، پښې يې سپکې کړې. ګورئ امريکایانو او انګرېزانو، دې ښځې ته پناه ورنکړئ!
خو چې په خپلو کې خبرې کوو، خپله ستونزه لومړی بايد درک کړو، بیا يې ومنو او بیا يې پر حل وږغيږو. کله چې موږ ستونزه منو نه، حل به یې څنګه کړو؟
د تيري قربانيان او بې عفتي د جنسي تيري په اړه ډېر خلک خوله پټه ساتي او چارواکو ته د بدنامي له بیرې شکايت نه کوي. له همدې کبله د داسي قضيو ثبت شوي شمېرې بشپړه ريښتيا نه ښيي.
تېری کوونکي به تر هغه وخته له دې کاره لاس نه اخلي چې بدنامي او ملامتي د قرباني شوي کس نه وي. په هغه ټولنه کې چې د جنسي تيري قرباني ته داسي خطاب کيږي هلتهډېر لوی بدلون ته اړتيا ده:
فلاني، فلانۍ بې عفته/ بې عزته کړه
فلاني/ فلانۍ ته بدلمني ورواړوله
فلاني،/ فلانۍ ته بدنامي واړوله.
موږ بايد په دې پوه شو چې هيڅ څوک د بل عفت او عزت هماغسي‌ نشي‌ اخيستلی لکه د چا علم، اخلاق، اقدار چې نشي‌ اخيستلی. د انسان عزت پر هغه د ظلم او جنسي تيري له کبله له منځه نه ځي.
د جنسي تيري لوی لاملماریا، هندوستانۍ قربانيانې او د جنسي تيري نورې بالغې او نابالغې افغانې قربانيانېکه څه هم د ځينو افغان سړو د هوښ قرباني دي خو دویاصلاً زموږ د ذهنيت قرباني شوي دي.
د هغه ذهنیت چې سړی د ښځې څېښتن بولي او حق ورکوي چې له يوې ښځې سره هر هغه څه کولای شي چې زړه یې غواړي.
هغه ذهنيت چې له ښځو سره انتخابي چلند کوي. او يوازي د خپل کور ښځې ته درنه او غزتمنه وايي، او که له پردۍ ښځې سره هر ډول چلند وشي، زیان يې پردی دی.
هغه ذهنيت چې وايي يوازي هغه ښځې د درناوي وړ دي چې زما د خوښې عقيده لري، زما د خوښې کالي اغوندي، زما د خوښې خبره کوي، زما مفکورې ته سر ټيټوي، که نه انسانیت يې هيڅ ارزښت نه راته لري.
هغه ذهنيت چې ګوري د ښځې پر سر څه دي، دا نه چې په سر کې يې څه دي.
هغه ذهنيت چې وايي که يوه ښځه تر دوو بجو په مېلمستيا کې پاته کيږي، ته حق لرې جنسي تېری پرې وکړې ځکه هغه به حتماً بده ښځه وي.
هغه ذهنیت چې وايي که پر ښځې خپل عزت ګران وي، دباندي به نه وځي کنه که وځورول شي يا ووژل شي، ګناه يې خپله ده.
هغه ذهنیت چې که د يوې ښځې بدي په اثبات رسېدلې وي که نه، د هغې خدای کېدل او له قانوني پروسې پرته بايد سزا ورکول.
هغه ذهنيت چې هر څوک د هر چا خدای دی او کولای شي  هر ډول چې يې زړه وغواړي قضاوت پر وکړي.
هغه ذهنيت، د دې پر ځای چې زوی د انسان په څېر وروزل شي او هغه ته دا تربیه ورکړل شي چې که يوه ښځه يا سړی يا هلک يا نجلۍ يا بل هر څوک په هره بڼه ووينې، پټ يا نه، دا حق نه لرې چې تېری باندي وکړې.
هغه ذهنيت چې بهرنۍ ښځې د عفت په نوم څه نه لري او دلته -هلته ورباندي جنسي تېری دومره لويه خبره نه ورته ايسي.
هغه ذهنيت چې له خپله کوره دباندي ښځه ورته (ايله) ښځه ښکاري خو دی که هر څومره جنسي تېری کوونکی او قاتل وي، خير دی ځکه سړی دی.
هغه ذهنيت چې وايي یو انسان تر بل ټيټ دی، يو د بشپړ انسان حق لري، بل که د حيوان برابر حق لا ولري خيرات دي کوي، یو بادار دی بل غلام، يو پوه دی، بل ناقص العقل.
هغه ذهنيت چې ښځې ته د انسان په سترګه نه بلکه د يو خيالي شي په سترګه ګوري، او ورته کله د ناموس، کله د کډې، کله د کوچنيانو نوم ورکوي او چې زړه یې شي د غيرت په نوم يې وژني.
هغه ذهنيت چې د سړي مينه- مينه ګڼي او له همدې سړي سره د ښځې مينه بد اخلاقي او دزنداني کېدو وړ بولي.
هغه ذهنيت چې د کوډګر ناسم تور ته سلګونو کسان د يوې بې ګناه ښځې پوړنی څيرلو او د هغې قتل ته لاس پر نامه دريږي.
هغه ذهنيت چې وايي جنسي تېری يوازي هغه وخت جنسي تېری دی چې پر خپلې مېرمنې نه وي. که پر خپلې مېرمنې د هغې له خوښې پرته زور زیاتی وي، هغه جنسي تېری نه دی.
دا ليست پای نه لري.

No comments:

Post a Comment