د نورو لپاره ځان مه محدودوئ!

د ژوند له تجربو مې زده کړل چې تر هغه وخته د ستايلو يې چې په هغه شپول يا دايره کې بند پاته يې چې خلک فکر کوي له دوی جلا ده.
کله چې دې د کار يا وړتياوو ساحه تر هغه شپوله يا دايرې وغځېده چې نور فکر کوي د دوی ده، هغه سيال شې چې که دي ماتولای نشي، د یوازي کولو هڅې دي کوي. ملګرتيا تر سیالۍ ښه ده. يوازيتوب او ځان ګوښه کول بيا تر دوه مخې ملګري ښه دي.
که غواړئ سيال او ملګری معلوم کړئ، د کار ساحه مو له هغه شپوله/ دايرې وغځوئ چې خلک فکر کوي ستاسو ده.
د ژوند له تجربو مې دا هم زده کړل چې تر هغه وخته د ستايلو يې چې له نورو سره په داسي دايره کې بند پاته يې چې فکر کوي ستا ورسره ګډه ده. کله چې دې د کار يا وړتياوو ساحه پراخه شوه او ځان دي له دې دايرې وايست، دوی د پرتلې له کبله د کمترۍ احساس کوي. دا داسي احساس دی چې ستا پر هر څومره هڅو سربېره دي ملګری نه پريږدي له زړه دي ملګری شي.
د ژوند نيمايي غمونه ځان له نورو سره له پرتله کولو څخه وي. له همدې کبله ستا او د ملګري دواړو به دي پر ملګري زړه سوځي. د زړسوي له مخې ملګرتيا د برابرۍ ملګرتيا نشي کېدای. ملګرتيا چې پر برابرو احساساتو ولاړه نه وي، ملګرتيا نه وي.
ريښتوني ملګري درلودل ښه دی. د ملګرو د ژوند نيمايي غمونه کمول تر هغه لا هم ښه دی.
که غواړئ ريښتونی ملګری معلوم کړئ، د کار او وړتياوو ساحه مو له هغه شپوله/ دايرې وغځوئ چې ملګري فکر کوي ستاسي ورسره ګډه ده. که څوک خوشاله کېدل، کيږي او که چا ځان پرتله کاوه، د ژوند نيمايي غمونه يې کم کړئ.

No comments:

Post a Comment