واده منزل نه دی، د ژوند د مزل یو پړاو دی

د افغانانو په کور کې چې کله نجلۍ وزيږي، دوی يې د واده په فکر شي. نجونې له همدې فکر سره رالويږي. دوی له نورو مسئولیتونو سره تر دې مسئولیت هم لاندي شي چې که غواړي مېړه وکړي، بايد د نورو تر پښو لاندي ځان فرش کړي.
که يې په سر کې هم درد شي، دا خبره بايد ځکه پټه کړي چې بیا به خلک فکر کوي دا کومه ناروغي لري او څوک به واده نه ورسره کوي. ډېری نجونې چې لید يې کمزوری وي، له همدې ډاره عينکي نه په سترګو کوي، هغه نجونې خو لا پرېږده چې ژور خفګان لري يا کومه عصابي ناروغي لري چې درملنه يې هم اسانه کيږي.
ځيني وختونه نجونې زده کړو ته لېږل کيږي چې لوستې هلکان ورسره واده وکړي خو نجونې زده کړو بشپړولو ته نه پرېښودل کیږي چې پر خپلو پښو ودريږي او ځان له محتاجۍ وژغوري. زموږ د ډېری خلکو مقصد د نجونو پياوړي کول نه بلکه هغوی ژر تر ژره یو چا ته ور ودول دي.
د نجونو عمر چې تر اتلسو کالو لوړ شي، يوازي خپلوان نه، بلکه هر څوک ځان ته اجازه ورکوي چې په اړه یې پلټنې پيل کړي او ډېری وختونه په داسي پوښتنو چې (فلانۍ مو واده کړې نه ده؟) غواړي کورنۍ ته یې پېغور وکړي چې ګواکي دا خو لويه ګناه ده چې لور يا خور يې نه ده واده کړې.
نجلۍ چې شل کلنه يا يويشت کلنه شي، يو وخت داسي رارسيږي چې هر کس او نا کس (له کس او ناکس څخه مي هدف د هلک شخصيت دی چې هيڅ په نظر کې نه نیول کيږي. د واده په برخه کې ډېری وختونه د نارینه يوازي وړتیا دا وي چې نارینه دی) يوې هوښیارې،لوستې، ښايستې او کمالدارې نجلۍ ته مرکه کوي ځکه په باور يې د نجلۍ عمر زیات وي نو ډېر امکان لري کورنۍ يېورکړي.
منطق خو دا دی چې که نجلۍ هيڅ ښايسته نه وي، هوښياره نه وي، لوستې نه وي، هيڅ کمال هم ونلري، لومړی خو هغه د خپلې خوښې حق لري. دوهم دا چې خپل نا اهله زوی پر هغې نجلۍ ځکه ښه ګڼل چې د واده عمر يې د ټولنې له خوا تر تعين شوې مودې تيريږي، اخلاقي فساد دی او نورو نسلونو ته په تدريجي ډول انتقالیږي. دغه اخلاقي فساد ښځې او کورنۍ يې د ژروادهکولو په غم اخته ساتي.
نجونې تر ذهني فشار لاندي نیول چې هر ډول کس ته د واده لپاره هو کړي ځکه چې عمر يې د ټولنې تر ټاکلي ضرب الاجل اوړي، د يوه انسان له حقه همداسي سرغړونه ده لکه د يوه کس په زوره له بل سره نکاح کول.
موږ باید خپلې لوڼې پر ځان باوري لويې کړو. د زده کړو تر څنګ هغوی ته وښيو چې د عمر زیاتېدو له بیري بايد ځان د غمونو کندې ته پوري نه وهي او داسي کس ته د خپل ژوند واګې په لاس ورنکړي چې وړتيا یې نه لري او پوهيږي ژوند سم نشي ورسره تېرولای.
کورنۍ او نجونې باید په پام کې ولري چې همدا خلک چې اوس د فشار اچولو په خاطر د نجلۍ د واده پوښتنه کوي، تر واده وروسته یې د کوچني پوښتنه کوي او که یې لور وزيږي بيا د زوی پوښتنې پيلوي او که یې زوی وزيږي د بل کوچني او دا فشارونه به همداسي دوام لري.
نجونو ته باید له کوچنيوالي اطمنان ورکړل شي چې دوی په خپل کور کې دي او د هيڅ چا د اوږو بار نه دي. دوی بايد ډاډه وي چې د پلار کور يې د دوی هم همدومره کور دی لکه د وروڼو چې يې دی. د نجونو په ژوند کې لومړيتوب او د ژوند پايله بايد واده نه بلکه پر خپل ځان اتکا وي چې دا تربيه له دوی سره تر واده وروسته هم د ښه ژوند لپاره مرسته کولای شي.
نجونې بايد په دې پوه وي چې که يې د کوم دليل له کبله واده ونه شي، ژوند يې بې مقصده نه دی تېر کړی ځکه هر څوک په ژوند کې يو هدف لري چې هغه حتمي نه ده باید واده کول وي ځکه واده منزل نه دی، د ژوند د مزل یو پړاو دی.

No comments:

Post a Comment