له ښځو ولې هر وخت د جدي خبرو، ليکنو او چلند تمه کوو؟

په ۲۰۰۹م کال کې زما يوې ملګرې پر فېسبوک دوه-دوه اکاونټونه درلودل. يو پروفایل يې پبليک وو او بل يې ډېر شخصي وو. د ځينو نورو يو اکاونټ په خپل نامه وو او يو په مستعار نامه. ما له دوی پوښتنه وکړه چې ولې يو اکاونټ پر مخ نه بيايي، دوی راته وويل چې يو اکاونټ يې ډېر پبليک دی او له نورو خلکو سره معلوماتو شريکولو او تبصرو لپاره يې کاروي او په بل نسبتاً شخصي پروفايل کې يوازي د کورنۍ غړي او هغه ملګري لري چې باور ورباندي کوي او هلته خپل عکسونه هم شريکوي.
هغو نجونو چې يو اکاونټ يې په خپل نامه او يو په مستعار نامه درلود راته وويل چې په خپل نظريات په خپل نوم نشي ليکلای ځکه يې په مستعار نوم ليکي. د بېلګې په توګه ټوکې ټکالې او د شوخۍ او خوشالۍ خبرې.
خو داسي سړی تر اوسه نه پېژنم چې د ټوکو او د زړه د خبرې له خاطره يې مستعاره ای ډي جوړه کړې وي. د مستعارې ای ډي کارولو لپاره د هغوی دلايل نور دي لکه د دفتر له خوا قيودات چې نشي کولای د يوې موضوع په اړه خپل نظر څرګند کړي نو په بدل نوم خپل نظريات ليکي. ځیني نور بیا د ښځو په ای ډي فعاليت کوي چې نور سړي تېرباسي او يا هم په بدل نوم پر فېسبوک ښځې وځوروي.
له ښځو ولې هر وخت د جدي خبرو، ليکنو او چلند تمه کوو؟ ولې ښځې نشي کولای په خپلو کې يا پر خپل فېسبوک پروفايل ټوکې يا د خندا خبرې وکړي؟
په زور کور نه کلی کيږي. کله چې موږ له يو انځورګر يا ډاکټر يا د اقتصاد له محصل څخه دا تمه کوو چې پر سياست يا ادبياتو لیکنې وکړي، همدا متل عملي کوو. نو ځکه خو (هر سړی پيدا دی خپل خپل کار لره کنه). که دا خبره تر هڅولو محدوده وي، ښه دی خو دا خبره د پېغور تر بريده بايد ولاړه نشي چې: ښځې ټوله ورځ لنډۍ لیکي. لنډۍ ليکل د هر چا حق دی او ټوکې او خندا هم د هر چا حق ده. هدف مې له هغې خندا نه دی چې د بل توهين کوي. حتمي نه ده چې ښځې به ټوله ورځ تحقيقاتي او څېړنيزې ليکنې کوي ځکه دوی بايد د خپلو زده کړو پور پرې کړي. که څوک داسي ليکنې کوي، ستايل او هڅول يې اړين دي خو که يې نه کوي، څوک د پېغور حق نه لري.
زموږ په ټولنه کې له نجونو تمه کيږي چې له مشخصو ټاکل شويو نورمونو سره سم چلند وکړي. دا شرم دی، ها بده خبره ده، خلک به څه وايي؟  له ښځو د همدغو توقعاتو له کبله د خندا او خپل نظر څرګندولو حق اخيستل شوی دی. دهمدغو توقعاتو له کبله دوی نشي کولای لکه د نورې نړۍ د خلکو په څېر په خپل نوم موضوعات وڅيړي، آزادې تبصرې وکړي يا ټوکې وکړي.
ښځې چې په خپلو مسلکونو کې مشهورې شي، د توقعاتو تر نور بار هم لاندي شي ځکه هغوی ته د نورو ښځو د رول ماډل يا ایډيال په سترګه کتل کيږي چې دوی باید يو کامل انسان وي يا لږ تر لږه د يوه کامل انسان تمثيل وکړي. په هره خبره کې جدي وي او له نورو انسانانو ځان ډېر ليري او جلا وښيي. د دوی مسئوليت پرته له شکه سل چنده زيات وياو چلند يې بايد له عادي انسانانو سره توپير ولري ځکه خلک ترې زده کړه کوي خو دا په دې مانا نه دی چې هغوی تل د جدي اوسېدو تمثيل وکړي.
موږ لکه د غيرت مانا چې مو بدله کړې ده، د دروندوالي او سپک خوی مانا مو هم بدله کړې ده. دروندوالی بايد دا وي چې څوک د بل توهين نه کوي، ټولو انسانانو ته په يوه سترګه ګوري او د هر کس درناوی د هغه د انسانيت په خاطر کوي، نه د هغه د رتبې، مذهب، ژبې يا جنسيت په خاطر.

No comments:

Post a Comment