ژور خپګان ستا ګناه نه ده

دوې افغانې ښځې په خپلو کې سره ږغيدې.
يوې وويل: هغه پلانۍ څنګه ده؟
بلې وويل: هغه خو وايي چې لېونۍ شوې ده.
يوې وويل: ولې؟ څه په شوي دي؟
بلې وويل: ما واورېدل د اعصابو دوا خوري.
دواړو ويش واخ وکړ چې پېغله نجلۍ ولې لېونۍ شوه.
وروسته چې پوه شوم نجلۍ ژور خپګان درلود.
ژور خپګان یاني څه؟ټوله ورځ ستړې يې او د ورځې ډېری برخه دې خوا بده وي خو پوهيږې نه چې ولې. هر ورځ فکر کوې د هيڅ وړتيا نه لرې. ځان ناحقه ملامت ګڼې او پام دې وېشلی وي. غوڅه پرېکړه نشې کولای، خوب نه درځي يا تر اړتیا زيات خوب کوې. هره ورځ دې د ژوند له هر څه څخه زړه وهل شوی وي او له هغه فعالیتونو سره نوره علاقه نه لرې چې يو وخت دې خوښ وو. په وزن کې دي د پام وړ کمی یا زیاتوالی راځي. جزیيات دي په ياد نه پاته کيږي او د مايوسۍ احساس کوې. پر هر څه غصه درځي او ناکراره يې. فکر کوې نور خلک درباندي قضاوت کوي، ستا په اړه منفي خبرې کوي. خپل ځان نه ستايې او فکر کوې نور خلک تر تا ښه دي. کله کله د خپل ژوند ختمولو فکرونه کوې او داسي نور.
ايا ژورخپګان ناروغي ده؟د روغتیايي سکتور متخصصين او سايسنپوهان په دې باور دي چې ژورخپګان ناروغي نه ده بلکې د انسان په روغتيايي سيستم کې يو ډول بې نظمي ده، د علايمو يوه مجموعه ده چې تحقيق ثابته کړې له يوه مشخص احساساتي حالات او وضعيت سره مستقیم تړاو لري.
د ژورخپګان په صورت کې باید څه وشي؟داسي باور کيږي چې ماغزه سلګونو بېلابېل کمیايي پيغامونه لري چې نيوروټرانسميټرز Neurotransmitters بلل کیږي او د مغزو د سلولو يا حجرو ترمنځ د اړيکو د وسيلې په توګه کار کوي. Serotonin يو نيوروټرانسميټر دی چې د مزاج يا فکري حالت په ګډون د بدن د ګڼو فعالیتونو او احساساتو په جوړولو کې مهم دی.
کله کله د روحي مشورو تر څنګ ډاکټر درمل هم وړانديز کوي چې antidepressants بلل کيږي.
ساينسپوهان په دې باور دي چې antidepressants په مغزو کې د serotonin کچه زياتوي چې په نتيجه کې د بېرې او ژورخپګان کچه راټيټږي. خو دغه درمل خپلې منفي اغېزې هم لري چې بايد د ډاکټر له مشورې پرته په هيڅ صورت کې ونه کارول شي.
په افغانستان کې هم اوس د عقلي – عصبي ناروغیو په مرکزونو کې د روحي مشورو يا psychosocial counseling/  psychotherapy زمينه برابره ده او ښځې کولای شي له ښځينه ډاکټرانو سره په دې اړه خبرې وکړي.
ژور خپګان څومره عام دی؟په افغانه ټولنه کې خلک غواړي هر ډول ناروغي پټه وساتي ځکه فکر کوي خلک به په بده سترګه ورته ګوري. یوه نجلۍ چې په لېونۍ مشهوره شي، خلک فکر کوي هيڅ څوک به ورسره واده نه کوي او که يې ورسره وکړي، دا پېغور به يې د ژوند تر پايه په غاړه کې لوېدلی وي. د نړۍ په نورو وروسته پاته هيوادونو کې هم ناروغیو ته په ورته سترګه کتل کيږي.
خو ژور خپګان دومره زیات دی چې زما په فکر د خپل چاپېريال او ژوند د ناخوالو يا غميزو يو منفي اغېز یې بللای شو چې هر حساس انسان ترې متاثره کيږي.
د استراليا په کوينزلينډ پوهنتون کې څېړونکو په ۲۰۱۳م کال کې یوه څېړنه خپره کړې ده چې له مخې يې افغانستان د نړۍ تر ټولو زيات په ژور خپګان اخته هیواد دی. د دغو څېړنو له مخې، په افغانستان کې په هرو پنځو کسانو کې يو کس ژور خپګان لري. دا شمېر تر دې هم ښايي زیات وي ځکه ډېری خلک داسي حالت پټوي. د نړۍ تر ټولو په کم ژور خفګان اخته هيواد جاپان ښودل شوی دی.
ته يوازي نه يې!د روغتیا نړیوالې ادارې WHO راپور وايي، په ټوله نړۍ کې ۳۵۰ مليونه کسان ژور خفګان لري.
په ۲۰۰۴م کال کې په افغانستان کې تر سره شوې يوه سروې ښيي چې ۶۸٪ کسانو چې په دې سروې کې يې برخه اخيستې، ژورخپګان او ۷۲٪ يې اضطراب لري.
د جګړې او سولې انستيتوت د راپور له مخې، د افغانستان د روغتیايي سکتور چارواکي وايي، د تېر کال په پرتله په ۲۰۱۷م کال کې شل فيصده زیات د روحي ناروغيو اړوند کسان ورته ورغلي دي چې لويه برخه يې ښځې دي.
نو که هر څوک ژورخپګان لري، باید پوه شي چې يوازي نه دی.
ولې او څوک په ژور خپګان اخته کيږي؟په ۱۹۹۶م کال کې ډاکټرې ايلېن آرون Elaine Aron د داسي شخصیت په اړه لیکلي چې دې ورته د زيات حساس انسان نوم ورکړی دی. زيات حساس انسان يا HSPP زیات زړسواند او زیات خلاق وي خو منفي اړخ يې دا دی چې داسي کسان دېر ژر په ژور خپګان او اضطراب اخته کېدای شي.
ژور خپګان د فزيکي ستونزو او ناروغيو په نتيجه کې هم رامنځته کېدای شي.
لوړو ذکر شویو څېړنو ته په کتو سره فکر کوو چې په افغانستان کې که يو څوک په ژور خپګان اخته نه وي، هغوی به يا ډېر قوي اعصاب لري او حساس به نه وي، يا به يې هيڅ کله هم په ژوند کې ناخوالې او غم نه وي ليدلی چې دا په افغانستان غوندي ټولنه کې له امکانه وتلې خبره ده.
نو ډاکټران تل وايي چې هر هغه کس چې ژور خپګان لري، باید په دې پوه وي چې ژور خپګان د دوی ګناه نه ده.
خپلوان او ملګري څه مرسته کولای شي؟(ژور خپګان Depression او اضطراب Anxiety داسي حالت دی چې څوک ستړی وي او په عين حال کې بېريږي. په دغه حالت کې څوک له ناکامۍ بيريږي او په عين حال کې نه غواړي ګټور واوسي. ملګري غواړي خو نه غواړي ټولنيز ژوند ولري. غواړي يوازي وي، خو له يوازيتوبه يې بد راځي. هر څه ته پاملرنه کوي خو بیا هيڅ ته پاملرنه نه کوي. دا داسي حالت دی چې هر څه حس کوې خو احساسات دي فلج وي.)
ډېری وختونه د ژورخپګان لرونکي کسانو خپلوان داسي فکر کوي چې دغه کسان بانې لټوي، سستي کوي يا که وغواړي خپل ژوند ته تغير ورکولای شي. خو دوی بايد په دې پوه وي چې د ژورخپګان لرونکو کسانو تل د خپلوانو ملګرتيا او ډاډ ته اړتيا وي. دوی له ژورخپګان لرونکو خپلوانو او ملګرو سره مرسته کولای شي او هغوی قانع کولای شي چې باید له ډاکټره مشوره واخلي. ژورخپګان تداوي لري او تغيرېدونکی وضعيت دی چې د خپلوانو او ملګرو په مرسته او مينه ډېر ژر له منځه تلای شي.

No comments:

Post a Comment