ځوانانو پاڅئ انقلاب راولئ ــــــــــــ د ګرمو وينو سور سيلاب راولئ
که داسې نه وي ميخکي واچوئ ــــــــ د جينکو غوندې بنګړي واچوئ
د وحيد اڅکزي د خولې دا سندره نه يوازې له دې کبله غلطه ده چې د تشدد لپاره پکښي تبليغ شوی دی بلکې له دې کبله هم د غندلو وړ ده چې د بنګړو غوندي د ښځو د سينګار شاعرانه زيور د هغې د کمزورئ او د سړو لپاره د بيغيرتۍ د سمبول په توګه کاريدلی دی.
تر ټولو بېرونکی حقيقت دا دی چې پر يوټيوب په زرګونو خلکو دا سندره کتلې او خوښه کړې ده خو هېچا دا نه دي ويلي چې بنګړي په لاس کول د بې غيرتۍ مترادف ولې دی؟ ‌نه چا دا ويلي چې له يوې خوا ميرمنې له کوره ښوونځي او بل ضروري کار لپاره دباندې نه پريږدو او له بلې خوا د هغوی په کور ناسته دومره بده ګڼو چې نارينه وو ته ورباندي پيغور ورکوو؟
د افغانو ښځود حقونو په مخ کې پراته خنډونه په ټولنه او کورنۍ کې د ښځې د کردار په هکله زموږ له چلند سره ډير ژور تړاو لري. زموږ په کورونو کې هره ورځ ښځو ته دا احساس ورکول کيږي چې هغوی نه يوازې دا چې تر نارينه ډيرې کمې دي بلکې هيڅ ارزښت نه لري.
د بېلګې په توګه زيات وخت مور او پلار خپله لور د زوی په نامه بولي او ورته وايي: ''ته مې لور نه يې.‌ته خو مې زوی يې.''‌ مانا دا چې د هغې ښځيتوب بد دی او ښه والی يوازې په نارينه توب کې دی.
ما هيڅوک ونه ليدل چې زوی ته دې ووايي چې ته مې لکه لور داسې تکړه يې نو ځکه درته د لور خطاب کوم. سرچپه داسې وي چې يو هلک کمزوری او بې زړه وي، هغه ته د پيغور په توګه د نجلۍ په حيث کتل کيږي.
حال دا چې موږ نه يوازې په تاريخ کې بلکه خپل شا او خوا ډيرې داسې تکړه ښځې وينو چې سل سړي ورته نه رسيږي.
لنډ که د خپل کور او کلي ښځو ته وګورو او پخپله انصاف وکړو چې څومره په تکليف ژوند تېروي. لنډ به خپلو ميندو ته وګورو. هغوی يوازې د دې لپاره هم د زړه ورتوب په لقب ارزې چې خپل ²زړه ور² ځوان يې نهه مياشتې په نس ګرځولو وروسته زيږولی، لوی کړی او د سيالانو سر کړی دی.


ښځو په ټولنه کې د ځان په ټيټوالي کې برابره برخه درلودلې ده. له کلونو کلونو راهيسې واکداره سړي سالارې ټولنې دوی دومره ويرولي چې د خپل نوم ساتلو په مبارزه کې يې ډير ژر ماتې منلي ده.
ډيرې ميرمنې چې نارينه زوی نه لري يا يوه لور يې د دوی په وينا تکړه وي د خپل خاوند سره په دې همنظره وي چې هغې لور ته دې د هلکانو جامې ورواغوندي چې دا کار هغې ته دا احساس ورکوي چې ته خدای څنګه پيدا کړي‌يي، هغسې ښه نه يې. ته که تکړه يې نو ته بايد د هلکانو کالي واغوندي ځکه چې بهتري د ښځو سره نه ښايي.
زموږ په ټولنه کې دښځو د کار محدوديت ته په کتو سره ډيرې ښځې د نارينه وو په شان کارونو ترسره کولو لپاره غوره ګڼي چې د سړو کالي واغوندي. لکه د خوست حجاڼۍ حکمينه. داسې ښځې ډيرې هوښيارې وي خو خلک د هغې په سر کې د شتو مغزو تر هغې قدر نه کوي تر څوچې يې د پړوني پر ځای لونګۍ نه وي پر سر کړي.
د نارينه کالي او د هغه کړه وړه نه يوازې د نارينه نه بلکه د ښځې لپاره هم د وياړ وړ ګڼل کيږي. هغه کنسرټ به مو ليدلی وي چې کله خلک سندرغاړې شکيله ناز ته (د بيا کډې باريږي...) سندري ويلو پر مهال لونګۍ ور پر سر کړي نو د هغې پر مخ وياړ او خوشالي له ورايه ښکاره شي.
دا په دې مانا چې د لونګۍ ور پر سرولو سره هغه کس د دې ډير قدر وکړ. د لونګۍ اهميت او ارزښت په خپل ځای خو که يوه ښځه يو سړي ته پړونی د وياړ په توګه ورپر سر کړي نو آيا هغوی به يې وزغمي؟ نه، بلکې سرچپه به يې خپل سپکاوی وبولي.
د مثال په ډول په پارلمان کې د ښځو يوې استازې يو سړی د دې لپاره چې د هغې په فکرد هغه بې عزتي وکړي د ښځې په نامه ياد کړ او ورته يي د پړوني د پرسرولو مشوره ورکړه.‌دا ځکه چې ښځه په ټولنه کې سپکه ده. نارينه اونارينتوب د وياړ سمبول دی.
‌ دا بې ځايه او د ښځې شتون ته تاوان رسونکی دود ان ملي شاعر محترم ملنګ جان هم په خپل يوه شعر کې ستايلی دی:

راځئ پيغلو چې ټولې نن د ننګ پټکي پر سر کړو

دا خپل ټيکري بې ننګه کوز او بر زلمو ته ورکړو.



په احاديثو کې راغلي چې محمد (ص)‌ فرمايلي چې خپلو خاوندانو او ښځو ته په خپلو او يا هغه نومونو ږغ وکړئ چې د هغوی خوښ وي ځکه چې له دې سره مينه زياتيږي. زموږ ملا صاحبان ټوله ورځ په ماجت کې د محمد (ص) د ښځو نومونه ښه په زور او زير اخلي خو همدوی او زموږ ډير نور خلک دباندې د خپلو کورونو د ميرمنو د نومونو په ياديدلو مړي کوي او د مجبوريت په وخت کې ورته د ''کډي'' نوم ورکوي په داسي حال کې چې ښځې خپل سړي د ''کډي'' په نامه نه بولي.
زموږ نارينه د نورو خلکو په منځ کې د خپلې کورنۍ د ښځو د نومونو اخيستل خو پريږده په خپل کور کې دننه هم خپله ميرمنه په نامه نه يادوي. پرې شرميږی. کله يې يوازې د ''ای...!'' په غږ راغواړي او کله پرې لږ د اوږده ږغ مهرباني وکړي او ورچيغې کړي: د فلانکي خان مورې!
تر څو چې ښځو ته خپله پيژندګلوي ورنه کړو او تر څو چې د هغوی نوم د بدۍ، بې زړه توب، زيان اوهر منفي کار سره تړو او تر څو چې موږ ته دا خبرې وړې او عادي ښکاري تر هغو به مو ټولنه بې توازنه وي.
تر هغو به د ښځو پر خلاف په يوه او بل نامه تاوتريخوالی شتون لري.

No comments:

Post a Comment