د واده او جنسي تېري توپير


د فرانسې د منتخب ولسمشر امانويل ماکرون مېرمن بريګيټ تر ده 24 کاله مشره ده. ماکرون ۳۹ کلن او بريګيټ ۶۴ کلنه ده. د ماکرون د مېرمنې لور چې لارنس نوميږي، د ماکرون همصنفي وه او بريګيټ په ښوونځي کې د ده ښوونکې وه. 
ماکرون او بريګيټ په ۲۰۰۷م کال کې واده وکړ.
د دوی دواړو واده ته ډېر خلک حيرانیږي او دا ځکه چې مېرمن يې تر مېړه ډېره مشره ده. خو کله چې دوه پر قانوني سن برابر کسان په خپله خوښه واده سره وکړي، هلته ولې د حيراني خبره ځايږي؟
په داسي حال کې چې په افغانستان کې په ځينو مواردو کې د شپېتو کالو سړی له نابالغې يا کوچنۍ سره په زوره واده کوي چې قانوني سن ته يې شپږ يا اووه کاله نور هم پاته وي. کله چې چې يو بالغ کس له يوې نابالغې نجلۍ يا له بالغې نجلۍ سره په زوره واده کوي، هغه واده نه وي، جنسي تېری وي.

No comments:

Post a Comment